تر ۲۰۲۴ کاله د امریکا شتون او زموږ اندېښنې
مجیب الرحمن ساپی مجیب الرحمن ساپی

 

له شاوخوا یو کال را په دې خوا د افغانستان او امریکا تر منځ د ستراتېژیکو اړیکو تړون پر سر ناندرۍ روانې دي او د دغو ناندریو په بهیر کې موږ هره ورځ نوي او متفاوت خبرونه اورو.

 یو ځل افغان حکومت وايي: د دواړو هېوادونو ( امریکا او افغانستان ) تر منځ د یاد شوي تړون پر سر خبرې شوي، چې تر ډېره بریالۍ هم دي  او دغه خبرې اترې تر ډېره بریده بریالۍ هم وې؛ خو بل ځل بیا وايي: د امریکا او افغانستان ترمنځ خبرې اترې په لومړني پړاو کې دي.

شاوخوا دوه میاشتې وړاندې یو ځل بیا افغان حکومت اعلان وکړ، چې له امریکا سره د ستراتېژیک تړون پر سر خبرې اترې دویم پړاو ته رسېدلي او امریکايي پلاوی د دویم ځل لپاره افغانستان ته راغلی، چې د افغانستان له لورې ځینې شرطونو په اړه له افغان چارواکیو سره خبرې اترې وکړي، چې افغان لوري مطرح کې چې په کې په افغانستان کې د هغو زندانو واک افغان ځواکونه ته سپارنه، چې دمګړۍ د امریکايي ځواکونو په ولکه کې دي،. ، چې اوسمهال له امریکايي ځواکونو سره دی افغان دولت ته يې سپارنه، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د فعالیت قانونمنېدل، د افغان ځواکونو روزنه او سمبالښت او همداراز تر ۲۰۲۴ کاله د افغان دولت له بېلابېلو برخو سره مرستې  او ځینې نور شامل دي.

خو د افغان حکومت له لوري د دغو شرطونو له اعلانېدو وروسته په افغانستان کې د امریکا سفیر راین کراکر وویل: امریکا له افغانستان سره ستراتېژیک تړون نه لاسلیکوي او دا به یوازې د یوې اعلاميې په بڼه وي، چې د بهرنیو چارو وزارت یې په غبرګون کې وویل: افغانستان به هېڅ کله له امریکا سره د ستراتېژیکو همکاریو اعلامیه صادره نه کړي.

اوس مهال د ولسمشر حامد کرزي د ملي امنیت سلاکار ښاغلي رنګین دادفر سپنتا ویلي، چې امریکا غواړي، څو له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته هم هغه مهال، چې افغان امنیتي ځواکونو ته به د ټول هېواد د امنیت چارې وسپارل شي، تر ۲۰۲۴ زېږدي کاله په افغانستان کې پاتې شي.

ښاغلي سپنتا دا هم ویلي، چې هڅې روانې دي، څو د بن دویم نړۍ وال کنفرانس څخه وړاندې، چې ټاکل شوی د روان زېږدي کال تر پایه به په آلمان کې دایر شي د امریکا او افغانستان ترمنځ ستراتېژيک تړون لاسلیک شي.

لکه څنګه، چې لیدل کېږي تر دې مهال له امریکا سره د ستراتیژیکو همکاریو تړون نه دی لاسلیک شوی او سپنتا ویلي، چې امریکايي ځواکونه به تر ۲۰۲۴ په افغانستان کې مېشت وي. دلته پوښتنه را ولاړېږي، چې دغه ځواکونه به د کوم سند پر بنسټ تر ۲۰۲۴ کاله په افغانستان کې مېشت وي، آیا د ۲۰۰۳ زېږدي کال د تړون پر بنسټ او که د افغان او امریکايي چارواکیو تر منځ به د بندو دروازو تر شا نور څه لاسلیک شوي وي!!.؟

که د ۲۰۰۳ زېږدي کال د تړون پر بنسټ په افغانستان کې امریکايي ځواکونه مېشت وي نو لکه څنګه، چې په تېرو کلونو کې د بهرنیو ځواکونو له لوري د خلکو کورونه پخپل سر پلټل کېږي، بې ګناه کسان وژل کېږي، او د خلکو په کورونو بمبارۍ تر سره کېږي اوس به هم دوام ولري؟.

همدارنګه دلته بو بل ټکی هم شتون لري او هغه دا، چې په افغانستان کې د امریکا سفیر راین کراکر ویلي وو: امریکا له افغانستان سره د ستراتېژیکو همکاریو تړون نه لاسلیکوي او یوازې به د ستراتېژیکو همکاریو اعلامیه وي، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري دغه خبره په ښکاره رد شوه.

خو ایا افغان حکومت دا وړتیا او واک لري چې  امریکا ته د ستراتېژیک تړون د لاسلیکېدو لپاره نه ووايي؟

که اعلامیه وي او افغان دولت رد کړي وي نو بیا په افغانستان کې له ټاکل شوې نېټې وروسته د امریکايي ځواکونو پاتې کېدل د کوم تړون او کومې اړتیا له مخې؟ او یا داسې چې  افغان حکومت په پټه له امریکا سره د ستراتیژیکو همکاریو اعلامیه، چې هېڅ راز الزامیت نه لري لاسلیک کړې وي؟

که په رښتیا هم افغان حکومت له امریکا سره د ستراتېژیکو همکاریو اعلامیه لاسلیک کړې وي، نو د تېرو لسو کلونو مزل به تر راتلونکیو لسو کلونو پر مخ بیايي او په پای کې به هدف ته هم نه رسېږو.

بل ټکی په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لپاره د پوځي اډو شتون دی، چې ښاغلي سپنتا ویلي: تر ۲۰۲۴ زېږدي کاله به په افغانستان کې دامریکا لپاره ځانګړې پوځي اډې ور نه کړي او امریکايي ځواکونه کولای شي، څو له افغان ځواکونو سره یو ځای په پوځي کمپونو او اډو کې خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

دغه خبره د امریکا د دفاع پخواني وزیر ښاغلي رابرټ ګېټس هم کړې وه، او ویلي وو: امریکا په افغانستان پوځي اډې نه غواړي او له افغان امنیتي ځواکونو سره به په ګډه او په پوځي اډو کې مېشت وي.

که ځیر شو همدا اوس امریکا د هېواد په ځينو برخو کې د داسې پوځي تاسیساتو په جوړولو بوخته ده، چې کار يې له ۲۰۱۴ زېږديز کال وروسته بشپړېږي، نو څنګه ویلای شو، چې امریکا په افغانستان کې پوځي اډې نه غواړي حال دا، چې همدا اوس یې په جوړولو بوخته ده؛ خو کېدای شي، چې پدغو پوځي اډو کې ځینې افغان ځواکونه هم مېشت کړی شي، څو د د وی پر وړاندې د خلکو حساسیتونه را و نه پارېږي  او دوی په آسانۍ سره و کولای شي دلته مېشت شي.

افغانستان د امریکا لپاره یو مهم ستراتېژیک موقعیت دی او امریکا ته اوس ښه بهانه په لاس ورغلې نو نه غواړي چې د شوروي له ماتې وروستې په شان یې یو ځل بیا یوازې پرېږدي بلکې هڅه کوي چې په سیمه کې د اوږدمهاله شتون لپاره زمینه برابره کړي، نو کله چې امریکا غواړي په افغانستان کې پاتې شي افغان دولت ته په کار ده، چې له موقع څخه په ګټنې سره له دې ټولو دا جوتېږي، چې امریکا په یو ډول نه یو ډول سره غواړي، څو په افغانستان کې نه تر ۲۰۲۴ زېږدي کاله بلکې تر اوږدې مودې پاتې شي، چې دلته بیا د افغان حکومت او په ټوله کې د افغان دولت پر غاړه ده،  چې څنګه کولای شي په افغانستان کې د امریکا له شتون څخه د خپل هېواد ملي ګټو او په هېواد کې د سولې او ثبات په راوستو کې ګټه پورته کړي؛ خو تر ټولو اړین دا دي، چې افغان دولت دې خپل منځي  شخړې حل او په دولت کې د شته فساد او مفسدینو پر وړاندې په جدي توګه مبارزه پیل کړي، څو یو سالم حکومت ولرو، که داسې نه وي بیا به هم هېڅ لاسته را نه وړو امریکا به وکولای شي، خپلې مشروع او نامشروع غوښتنې پر موږ ومني.

                      کابل

برېښنالیک                                 intezar.safi@gmail.com


August 21st, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات